د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون په رسمي جریدې کې چاپ او خپور شو

hakeem_admin
.

د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون چې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰ نېټې د امیرالمومنین حفظه الله له لوري توشیح او نافذ شوی د عدلیې وزارت له لوري د رسمي جریدې په ۱۴۳۸ ګڼې کې چاپ او خپور شو.

په دغه قانون کې څلور فصلونه او ۲۲ مادې شاملې دي او د امارتي ځمکو د غصب او د یادو ځمکو د استرداد قضیو څه رنګوالی، د رسیدګۍ مراجع او د ځمکو د غصب اړوند نور موارد په کې بیان شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د رسمي جریدې په ۱۴۳۸ ګڼې کې د یاد قانون سربېره، د امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه او د امارتي، عامه مرعی او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګې اختصاصي محکمې شرعي اصولنامه هم چاپ او خپره شوې ده.

یاد شوی قانون د توشیح له نېټې څخه نافذ دی او په اساس یې، د ځمکو د غصب د مخنیوي مقرره چې مخکې نافذ شوې وه او د یاد قانون په مغایرت کې نور تقنیني سندونه ملغا ګڼل کیږي.

هیوادوال کولی شي یاد شوی قانون د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه ترلاسه کړي. دغه راز د یاد قانون الکترونیکي نسخه (PDF) هم د عدليې وزارت د ویب پاڼې د حکمونو او قوانینو په ډیټابیس کې موجود ده.

د ډانلود لېنک: http://old.moj.gov.af/Content/files/OfficialGazette/01401/OG_01438.pdf

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۱
Background image

د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د اخیستو په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

 د دفاع وکالت هغو غوښتونکو ته چې مخکې له دې یې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې تېرولو لپاره نوم لیکنه کړې او نومونه یې په وروستي فهرست کې شامل دي خبر ورکول کېږي چې د دفاع . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدرسة العدالة د درسونو د پیل په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د دیني علومو د زده کړو ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د عدلیې وزارت اړوند د مدرسة العدالة د دیني درسونو د دورو او درجو لپاره نوم‌ لیکنه پیل شوې او جریان لري.

د عدلیې وزارت مدرسة . . .

Back to announcements