په کونړ ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د کونړ ولایت د عدلیې ریاست د نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، د ثبت کتابونه، لوحې او یو شمېر نور اړوند اسناد بررسي کړل.
مؤظف پلاوي د یادو دارالوکالو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې مشخصې کړې چې د حل او همدارنګه د چارو د ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د کونړ ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه په یاد ولایت کې له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي.
