په کاپیسا ولایت کې د معاملاتو لارښوونې د ۱۴ دفترونو نظارت کېدل
د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د جمادیالثانی د مياشتې په ۲۶ نېټه د چهارشنبې په ورځ په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۴ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانونيتوب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل.
د ياد نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د یادو دفترونو په چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې چې، د دغو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په موخه یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
د یادونې ده چې د کاپیسا عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.
