په پکتیا ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه
د پکتیا ولایت عدلیې رياست د شوال د مياشتې په ۱۲مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه جوړه کړه.
د یادې برنامې په پرانیسته کې د پکتیا ولایت د عدلیې رئيس، مولوي فاتح الله فاتح د ازموينې د شفاف والي ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې عریضه ليکونکي دې د جواز له اخیستو وروسته خپل فعاليتونه د اصولو او قوانينو په رڼا کې ترسره کړي.
په یاده ازموينه کې چې د عدليې رياست او د نورو سيمه ایزو ادارو استازو ترې څارنه وکړه، د فعالیت د جواز ۱۶ تنو غوښتونکو برخه اخيستې وه.
د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.
