په غور ولایت کې د ۱۵۷۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

د غور ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د محرمالحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د الفاروق ولسوالۍ په خواجه لشکراه شويج کلي کې د یو زرو پنځه سوه اویا (۱۵۷۰) جریبه ځمکې دوسیه تر بحث او بررسۍ لاندې ونيول شوه او د متصرفينو د اعتراف په اساس یاده ځمکه امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې یاده ځمکه دې د ځمکو په بانک ثبت شي.
همدارنګه، په ياده ناسته کې د غور ولایت په بېلابېلو ساحو کې د کابو نهه زره (۹۰۰۰) جریبه د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر نورې دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.