په جوزجان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه وتړل شول
د جوزجان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، په دغه ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعاليتونه یې بررسي کړل.
نظارت پلاوي د یادو دفترونو د فعالیت جوازونه، مهرونه، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه د غيرقانوني فعاليتونو او یو شمېر سرغړونو له امله وتړل شول.
همدارنګه د نورو دفترونو په چارو کې هم یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې شوې چې د هغو د حل کولو او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په برخه کې د دغو دفترونو متصديانو ته لازمې توصیې وشوې.
د جوزجان ولایت د عدلیې رياست په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي ترڅو د غیر قانوني فعالیتونو مخنيوی وشي.
