عدليې وزارت د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو آنلاین سیستم فعاله کړ او پرانیسته

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۴۵
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ولس او د معاملاتو لارښوونو دفترونو لپاره د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د جواز اخیستنې او د املاکو او لېږدونکو وسایطو د معاملاتو ترسره کولو په برخه کې د روڼتیا او آسانتیاوو زیاتولو په موخه د معاملاتو لارښوونې آنلاین سیستم رامنځته کړ.

دا سیستم د شعبان د میاشتې په ۲۱مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي، د دغه وزارت نورو مسؤولینو او د ماليې وزارت، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست او نورو اړوندو ادارو د استازو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

په دې مراسمو کې د عدليې وزیر د دغه ‌ډول سیستم جوړول مهم ګام وباله او زیاته یې کړه چې دا سیستم خلکو لپاره د آسانتیاوو، په معاملاتو کې د لګښتونو کمولو او  روڼتیا لامل کېږي. دغه راز نوموړي د دې سیستم  پر پراختیا او نورو اړوندو برخو سره پر وصل کولو ټینګار وکړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په یوه بله برخه کې خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په منظور د وزارتونو او امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول باید د نظام د پیاوړتیا او د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.

د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو په آنلاین سیستم کې، متقاضیانو ته د معاملاتو لارښوونو جوازونه په ځانګړي بارکود سره په آنلاین ډول ویشل کېږي، د املاکو او لېږدونکو وسایطو ټولې معاملې په سیستم کې ثبت کېږي، د فعالیت د جواز وضعیت ښکاره کیږي او د خلکو عریضې او شکایتونه په چټک ډول تعقیب کېږي. همدارنګه د عریضه لیکونکو د فعالیت څرنګوالی او د هغوی د جواز اعتبار په آنلاین ډول بررسي کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۰ - ۱۴:۴۵
Background image

عدليې وزارت د معاملاتو لارښوونو او عریضه لیکونکو آنلاین سیستم فعاله کړ او پرانیسته

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ولس او د معاملاتو لارښوونو دفترونو لپاره د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د جواز اخیستنې او د املاکو او لېږدونکو وسایطو د معاملاتو ترسره کولو په برخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په کندوز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه د چهار‌شنبې په ورځ، د کندوز ښار په پنځمه ناحيه کې د معاملاتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۵
Background image

د کنړ ولایت دعدلیې رياست او یو شمېر عريضه ليکونکو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

 د کنړ ولایت د عدلیې رئیس، مولوي روح الله روحاني د شعبان د مياشتې په ۱۶ مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د دغه ولایت له یو شمېر عريضه ليکونکو سره د عدلیې رياست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره. . .

BACK TO NEWS