د کار موندنې خبرتیا

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۱ - ۱۱:۴۱
.

Publish Date

Closing Date

د افغانستان اسلامي امارت لوړو موخو ته د رسیدلو په منظور د عدلیې وزارت د سالمې ادارې رامنځته کولو او اصلاح په موخه، کار اهل د کار ته د سپارلو، او د ژمنو انساني ځواک او د عدليې وزارت د اړتیا وړ د جذب او استخدام له پاره د جومات بالمقطع خادم دوه بسته د لس کاري ورځو له پاره ۱۴۰۲/۶/۲۱ تر ۱۴۰۲/۶/۳۰هـ . ل سره سمون خوري اعلان ته سپاري.

د دندې سرلیک: دجومات خادم  

بست: بالمقطع

وزارت یا اداره: عدلیې وزارت

دپست موقعیت: کابل

د پست شمېر: (۲) تنه  

د دندې موخه: د جومات او د هغه اړوند ساحې د پاکۍ او صفائي د چارو ترسره کول

د دندې صلاحیت او مسؤلیت:

تخصصي دندې:

  1. په ټکل شوي او په معیین وخت د جومات د داخل، دهلیز، تشنابونو، زینو او نورو برخو تنظیم، پاکي او صفائي؛
  2. د وسایلو او په ځانګړې توګه د صفاکارۍ د وسایلو ساتنه چې هغه ته سپارل کیږي؛
  3.  د حفظه الصحې رعایت او د جومات اړوند د تجهیزاتو پاکۍ او صفائي؛
  4. د لمونځونو په وختونو کې د جومات د ور پرانیستل او د برق سیستم تنظیم او د ایرکاندیشنونو فعالول؛
  5. اړوندو مسؤلینو ته د جومات د وضعیت او ستونزو راپور ورکول؛
  6. د اړوندو آمرینو له قانوني امرونو څخه اطاعت؛
  7. له قوانینو، مقررو او د ادارې د موخو مطابق د اړوندو مقاماتو له لورې د نورو ورسپارل شویو دندو ترسره کول؛

مدیریتي دندې:

  1. نه لري؛

د همغږۍ دندې:

  1. د اړوندو آمرینو د خبرولو په منظور له فعالیتونو څخه شفاهي راپور وړاندې کول؛
  2. د اړتیا پرمهال د دندو د لاښه پرمخ وړلو په خاطر له اړوندو څانګو سره د همغږۍ او اړیکو تامین؛

د ګمارنۍ شرطونه (د تحصیل کچه او کاري تجربه):

1.صورت او سریت د شریعت مطابق برابر واوسي.

2.عمر له ۱۸ کلنو څخه کم او له ۶۴ کلنو څخه زیات نه وي.

3.د دندو ترسره کولو وړتیا ولري.

4.د قانون مطابق د تضمین ورکول.

په شرایطو برابر غوښتونکي کولای شي د اعلان شوي بست غوښتنلیک فورم (له دغه ځایاو یا هم د بشري سرچینو د ریاست د استخدام آمریت څخه په حضوري ډول  ترلاسه کړي د فورمې له ډکولو څخه وروسته د ضرورت وړ سندونو او خپل کاري تجربې سره یوځای  په ټاکل شوي وخت د بشري سرچینو ریاست ته تسلیم کړي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies