د عدلیې وزیر د غصب شویو ځمکو د استرداد په بهیر کې پر لا زیات جديت ټینګار وکړ

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۰
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سېشنبې په ورځ د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو له رئیسانو او غړو سره په یوه ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد په برخه کې د تخنیکي هیئتونو پر لا زیات جديت او قاطعیت ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه وه، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر، محترم مولوي احسان‌الله وثیق، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رئیس، محترم مولوي محمود مظلوم او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د عدلیې وزیر په خپلو خبرو کې څرګنده کړه چې شرعي نظام ډېر لوړ حیثیت لري او اړتیا ده چې په نظام کې هر شخص او هر مسؤول دا حیثیت وساتي. نوموړي په یادو ولایتونو کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد اړوند چارو پر چټکتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې قاطع او جدي کار ته اړتیا ده.

نوموړي د درېیو ولایتونو تخنیکي هیئتونو ته په خطاب کې وویل چې د غاصبینو پر وړاندې د مبارزې او د غصب د مخنیوي په برخه کې دې په قاطعیت، صداقت، ایماندارۍ او اخلاص او د الله تعالی د رضا لپاره کار وکړي.

د یادو ولایتونو تخنیکي هیئتونو هم د خپلو لاسته راوړنو راپورونه او همداراز کاري ننګونې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې له سیمه‌ییزو ادارو سره په همغږۍ کې به د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په برخه کې په جدي توګه کار وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۴:۵۰
Background image

د عدلیې وزیر د غصب شویو ځمکو د استرداد په بهیر کې پر لا زیات جديت ټینګار وکړ

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۲۷مه نېټه د سېشنبې په ورځ د غزني، پکتیا او ننګرهار ولایتونو د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۱
Background image

د لغمان ولايت عدليې رئيس د الیشنګ ولسوالۍ له ولسوال سره وکتل

 د لغمان ولايت د عدليې رئيس مولوي عبدالستار حماس او ورسره مل پلاوي، د شوال د مياشتې په ۱۷ مه نېټه، د شنبې په ورځ د دغه ولايت الیشنګ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د يادې ولسوالۍ له ولسوال قاري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۴:۵۶
Background image

د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د شوال د مياشتې په ۱۹مه نېټه، د دو‌شنبې په ورځ، ­ د عدلیې رئیس، مولوي مطيع الحق عثمان په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS