د عدلیې وزارت د کارکوونکو له پاره د کمپیوټر د زدکړې برنامې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د دې وزارت د کارکوونکو د ظرفیت او د مسلکي پوهې د لوړولو په منظور د دې وزارت د کارکوونکو لپاره د کمپیوټر زدکړه ییزه برنامه جوړه کړه.
په دې برنامه کې د عدليې وزارت مرکزي کارکوونکو څخه ۱۵ تنو ګډون کړی او د خپلې اړتیا وړ کمپیوټري برنامې زده کوي.
د عدلیې وزارت په پام کې لري چې د کارکوونکو د ظرفیت او مسلکي پوهې د کچې لوړولو په منظور په بېلابېلو برخو کې زیاتې زده کړه ییزې برنامې جوړې کړي.