د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې وکړې

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۳
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د ننګرهار د عدلیې ریاست په مقر کې د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د ننګرهار د عدلیې رئيس، محترم مولوي محمد رئيس محمدي او یو شمېر نورو مسؤلینو هم ګډون درلود. په یاده ناسته کې د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئیس په خپلو خبرو کې مدافع وکيلان د نظام مهمه برخه وبلله او ویې ویل چې ياد وکيلان د عدالت ستنې، د مظلومانو غږ او د قضاء معنوي مرستندویان دي. نوموړي ډاډ ورکړ چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست د مدافع وکيلانو د ستونزو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستې ترسره کوي او دا ستونزې به یې حل کړي.

ورپسې د ننګرهار د عدلیې رئيس هم په دې ناسته کې د مدافع وکيلانو رول مهم وباله او توصیه یې وکړه چې یاد وکیلان دې په پوره صداقت سره خپل مسلکي مسؤولیتونه د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي. هغه ټینګار وکړ چې د عدلیې ریاست ژمن دی ترڅو د مدافع وکيلانو ستونزو ته رسېدګي وکړي او د هغوی په کار کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې لازمې هڅې کوي.

له بلې خوا، مدافع وکيلانو هم په دې ناسته کې ډاډ ورکړ چې خپل فعالیتونه او کاري چارې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو مطابق، په امانت‌دارۍ او اخلاص سره پر مخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۹:۲۶
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار له والي او یو شمېر سیمه ییزو مسؤولینو سره د همغږۍ ناستې وکړې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له والي، محترم ملا محمد نعیم اخند، د استیناف محکمې رئیس،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې وکړې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د ننګرهار د عدلیې ریاست په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

په کندوز ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په دغه ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ د یادو عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه، د عريضو پاڼې. . .

BACK TO NEWS