د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
.

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه نظارت او بررسي كړي دي.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د معاملاتو لارښوونې ۵ دفترونه د غير قانوني فعاليتونو له امله تړل شوي او د نورو دفترونو په فعاليتونو کې موجودې ستونزې هم مشخصې او د حل په برخه کې یې متصديانو ته لازمې توصیې شوي دي.
همدارنګه، د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست د تېرې مياشتې په اوږدو کې ۱۳۲ غوښتونکو لپاره د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه ويشلي او د فعالیت ۶۵  نور جوازونه یې تمديد کړي دي.  
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې له څه باندې ۶۰ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د  روان کال صفر‌المظفر میاشت کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۶۴ دفترونه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۴:۱۶
Background image

په تېره یوه اونۍ کې له ۲۹ داراوکالو څخه نظارت شوی

  د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، په تېره اونۍ کې د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې د ۲۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.
د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۴
Background image

د عدلیې وزارت مسلکي معین د پکتیا ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د یاد وزارت پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې. . .

BACK TO NEWS