د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او کسب‌ګرو خونې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل

hakeem_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۸
.

د عدلیې او د صنعت او سوداګرۍ  وازرتونو او کسبګرو خونې د ګډې کمېټي ناسته چې د یادې خونې د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه، د عدلیې وزارت په مقر کې جوړه شوه.

دغه ناسته د شوال د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس مولوي حافظ عبدالصمد عمري په مشرۍ او د یاد ریاست د نورو مسؤولینو او د کمېټې د غړو په ګډون سره ترسره شوه.

په دغې ناسته کې د قانون له مخې د کسبګرو خونې صلاحيتونه او د دغې خونې قانون او اساسنامې په اړه بحث او خبرې وشوې.

د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس  په ناسته کې وویل چې د ټولو ادارو موخه د افغانستان خلکو ته خدمت کول دي او د دغو ادارو ترمنځ د ستونزو پیدا کېدو لامل د همغږۍ  نشتون دی.

په ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو شته ستونزې ومنلې او ټینګار یې وکړ چې دا ستونزې د همغږۍ او همکارۍ په صورت کې حل کېږي.

د عدلیې وزارت مسلکي معين شيخ عبدالکريم حيدر او د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسلکي معين مولوي قدرت الله جمال له دې وړاندې د دواړو وزارتونو او کسبګرو خونې  ترمنځ د شته ستونزو او نه همغږۍ  د حل په موخه غونډه ترسره کړې وه چې  په پايله کې یې  یوه ګډه کمېټه د ستونزو د حل په موخه ټاکل شوې وه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۵۲
Background image

۱۵ تنو متقاضیانو ته د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت جوازلیکونه وویشل شول

د عدليې وزارت د انسجام لوی ریاست د معاملاتو د لارښوونې او د عریضه لیکونکو چارو ریاست د  شوال د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ یو شمېر غوښتونکو ته، د معاملاتو د لارښوونې د فعالیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۵
Background image

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ۱۶۰۰جریبه ځمکو د غصب. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۸:۵۰
Background image

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړیدل

د جوزجان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د یاد ولایت په. . .

BACK TO NEWS