د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۱۲
.

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد نظر فایق په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

په دې ناسته کې، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.

په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۳۳
Background image

د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو رئیس د ننګرهار ولایت له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې وکړې

 د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رئيس، محترم مولوي جان محمد محمد طلحه په مشرۍ یو پلاوي، ننګرهار ولایت ته د سفر پر مهال د دغه ولایت له یو شمېر مدافع وکيلانو سره د ننګرهار د عدلیې ریاست په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

په کندوز ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د کندوز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي په دغه ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو له فعالیت څخه نظارت ترسره کړ.

د دغه نظارت په ترڅ د یادو عریضه ليکونکو د فعاليت جوازونه، د عريضو پاڼې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د سمنګان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د سمنګان ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد نظر فایق په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

BACK TO NEWS