د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د دفاع وکالت د جواز ټولو غوښتونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د شپږمې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د دلوې (سلواغې) د میاشتې په ۲۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د شعبان المعظم د میاشتې له ۲۱مې نېټې سره سمون لري پيلېږي او د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د حمل (وري) د میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې به چې د شوال المکرم میاشتې له ۲۱مې نېټې سره سمون خوري، دوام ولري.
د نوم لیکنې پروسه یواځې د عدلیې وزارت په مقر کې د مدافع وکیلانو په ریاست کې ترسره کېږي او د نوم لیکنې پر مهال د غوښتونکي حضور حتمي دی.
د غوښتونکو صورت او سیرت باید په نبوي صلی الله علیه وسلم سنتو برابر وي، پرتهله دې د نوم لیکنې پروسه کې نهشاملیږي.
نوم لیکنې لپاره اړین اسناد:
د عدلیې وزارت د محترم مقام په عنوان رسمي عریضه
د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائید شوي د تحصیلی اسنادو رنګه کاپي
د تابعیت تذکرې رنګه کاپي
څلور قطعي عکسونه ۴/۳
د ورودي ازموینې فورمه ډکول (۵۰۰افغانۍ)
په شرایطو د برابرو وروستنی فهرست، د کارتونو د وېش او د ازموینې اخېستو نېټه وروسته اعلانیږي.
د دفاع وکالت د ورودي ازموینې سرچینې:
- عقیدة الطحاوی
- مجلة الاحکام العدلیة (د عمومیاتو، دعوا، بینات، تحلیف، قضاء، وکالت او عقود برخې)
- د عدلي محکمو اداري اصولنامه
- د عدلي محکمو حقوقي اصولنامه
- د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره
- د میراث حقوق
- د جنایاتو فقه (د حدودو برخه)
- هدایه (د شفعې برخه)
