د حج او عمرې په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې د غونډې جوړېدل
د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو په برخه کې د ستونزو د بررسۍ کمېټې غونډه د شوال د میاشتې په ۲۰مه نېټه د سېشنبې په ورځ د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ ترسره شوه او د حج او عمرې او سیاحتي شرکتونو اړوند ځینې موضوعات پهکې تر بحث او بررسۍ لاندې ونیول شول.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی معین، محترم مولوي قدرتالله جمال، د حج او اوقافو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست استازو، د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رئیس او د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې رئیس هم ګډون درلود.
په دې غونډه کې د ستونزو د بررسۍ، د حج او عمرې په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د غیر قانوني کړنو د مخنیوي او د موجودو ستونزو د لرې کولو په هکله د کمېټې راپور وړاندې شو.
په دې غونډه کې د عدلیې وزیر د ستونزو د حل او د اسانتیاوو د رامنځته کولو په منظور د امارتي ادارو، د حج او عمرې شرکتونو د اتحادیې او نورو اړوندو بنسټونو ترمنځ پر بشپړې همغږۍ ټینګار وکړ. نوموړي وویل چې د حج او عمرې په برخه کې ستونزې باید په بنسټیز ډول حل شي او هره مسؤوله اداره باید خپل مسؤولیت ترسره کړي.
