د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې یو شمېر دارالوکالې بررسي شوې

barekzai_admin
Sun, Nov 29 2026 9:59 AM
.

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي، د جمادي‌الآخرې د میاشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کابل ښار په دوهمه ناحیه کې له ۱۱ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې ۴ دارالوکالو ته د لوحې، د وکالت کتاب او د وکالت مهر د نه‌شتون له امله لازمې توصیې وشوې او د دوو دارالوکالو د فعالیت جوازونه د اعتبار مودې د پای‌ته رسېدو له امله ضبط شول.

د یادونې وړ ده چې د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست په دوامداره توګه د مدافع وکیلانو فعالیتونه څاري او ارزوي، تر څو د هغوی مسلکي چارې د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې تنظیم شي، د مراجعینو حقوق خوندي پاتې شي او خلکو ته معیاري حقوقي خدمتونه وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS