د سنتي طب د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت ټولو سنتي طبیبانو ته خبر ورکوي چې ټاکل شوې ده د سنتي طب د اتحادیې د فعالیت جواز لیک نوی (تجدید) شي.

په دې اساس، هغه سنتي طبیبان چې د یادې اتحادیې د ریاست پُست غوښتونکي دي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه له تذکرې او د عامې روغتیا وزارت له تاییدي سند سره یوځای،  د یادې شوې اتحادیې د ریاست پُست ته د ورپېژندلو په موخه د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) مېاشتې له ۲۳مې څخه د عقرب (لړم) میاشتې تر ۳مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې له ټاکل شوې نېټې څخه وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.