د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست کارکوونکو لپاره د زده کړه‌ ییزې برنامې پای ته رسېدل

barekzai_admin
Sun, Oct 11 2026 2:12 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رياست او د ولایتي آمريتونو کارکوونکو لپاره د «مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې، شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه چې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رياست له لورې پیل شوې وه او شپږ ورځ یې دوام وکړ د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۲۵مه نېټه د پنجشنبې په ورځ پای ته ورسېده.
د برنامې په پيل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئیس، مفتي رحمت الله حليم ګډونوالو ته د برنامې موخې تشريح کړې او څرګنده یې کړه، چې اسلامي نظام ته خدمت هغه مهال ارزښت پیدا کوي، چې پاک نیت، اخلاص، صداقت، امانتدارۍ او د مسؤولیت په احساس کولو ترسره شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د خدمت موخه یوازې د دندې ترسره کول نه دي، بلکې د الله تعالی رضا ترلاسه کول، د عدالت تأمین او د مظلومانو لاسنیوی او ملاتړ هم د خدمت له مهمو موخو څخه دي.
همدارنګه د حقوقي مرستو رئیس مفتي احمد ضيا خبیب، اسلامي نظام او خلکو ته د خدمت کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د افغانستان خلکو ته د خدمت په برخه کې باید لا زیاته پاملرنه وشي. نوموړي په راتلونکي کې د ورته برنامو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.
په دې برنامه کې د حقوقي مرستو رياست او ولايتي آمریتونو د حقوقي مساعدينو ۴۰ تنو مسلکي غړو ګډون درلود او په ترڅ کې یې د دعویٰ لیکنې، دفاعیې لیکنې، راپور او مکتوب لیکنې د څرنګوالي او د مفاهمې او اړیکو مدیریت په اړه زده کړې ورکړل شوې. 
د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه په منظم ډول زده کړه ییزې برنامې جوړوي ترڅو خلکو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو د لاپیاوړتیا لامل شي.
 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS