د عدلیې وزارت د وسایطو د تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د ټانک د جوړولو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

barekzai_admin
Tue, Oct 06 2026 3:18 PM
.

 د عدلیې وزارت د وسایطو د یوه تخنیکي ورکشاپ او د تېلو د یوه ټانک د جوړولو پروژه د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د مسلکي معین، مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په حضور سره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

دا تأسیسات د وسایطو د ساتنې او ترمیم لپاره د اړینو اسانتیاوو د رامنځته کولو، د تېلو او نفتي توکو د برابرولو او وېشلو، په لګښتونو کې د سپما او د عدلیې وزارت د وسایطو د خوندیتوب په موخه جوړ شوي دي.

د یادې پروژې د پرانیستلو او ګټې اخیستنې په مراسمو کې د عدلیې وزارت مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر وینا وکړه او زیربنايي پروژې یې د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو بنسټیز ضرورت وباله. هغه وویل چې تر فتحې وړاندې جهاد د ازادۍ لپاره و او اوس چې ازادي ترلاسه شوې ده، د هېواد د ابادۍ لپاره د جهاد وخت دی. نوموړي دا پروژه د ابادۍ او زیربنايي چارو په برخه کې یو مهم ګام وباله.

د عدلیې وزارت د مقام مشاور، محترم شیخ الحدیث مولوي رکن الدین عتیق هم په دې مراسمو کې وینا وکړه او ویې ویل چې د دغو تأسیساتو جوړول یوه جدي اړتیا وه؛ ځکه چې له وزارت څخه بهر د وسایطو ترمیم او همدارنګه له بهر څخه د تېلو پېرودل د مسئولینو او کارکوونکو د وخت د ضایع کېدو، د سرچینو د ضایع کېدو او له بیت المال څخه د اضافي لګښتونو د زیاتوالي لامل کېدل چې د عدلیې وزارت په داخل کې د دغو خدماتو په رامنځته کېدو سره دا ستونزې حل کېږي.

په دغو مراسمو کې، د عدلیې وزارت مالي او اداري رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي سیدحبیب الحبیب د یادې پروژې په هکله معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د عدلیې وزارت د وسایطو تخنیکي ورکشاپ په ۶۰۰ متره مربع ځمکه کې په معیاري ډول جوړ شوی او په بېلابېلو وسایلو او تجهیزاتو سمبال شوی دی. دغه راز نوموړي وویل چې د عدلیې وزارت د تېلو ټانک هم په معیاري ډول او د ۱۵۰ زرو لېترو تېلو د ظرفیت په لرلو سره جوړ شوی دی.

په یادو مراسمو کې د عدلیې وزارت مسئولینو د دغې پروژې په بشپړولو کې د مقدس کوثر شرکت د مسئولینو او کارکوونکو د هڅو او همدارنګه د اړوندو برخو د همکارۍ قدرداني وکړه چې د یادې پروژې په پلي کولو کې یې برخه اخیستې وه.

بل‌خوا، د مقدس کوثر شرکت رئیس هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې یې د خصوصي سکتور پر رول د ټینګار ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې دا پروژه په معیاري ډول او د نن‌ ورځې له طرحې او معیارونو سره سم بشپړه شوې ده.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS