د عدلیې وزارت د وسایطو د ترمیم‌ځای د جوړولو کار د بشپړېدو په حال کې دی

barekzai_admin
Sun, Jul 26 2026 3:55 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دغه وزارت په انګړ کې د نقلیه وسایطو یو باب ورکشاپ او ترمیم‌ځای جوړ کړی چې د جوړېدو کاري چارې یې د بشپړېدو په حال کې دي.
دا ورکشاپ د عدلیې وزارت د نقلیه وسایطو د تجهیزاتو د ترمیم په چارو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، په لګښتونو کې د سپما، د وخت او سرچینو له ضایع کېدو څخه د مخنیوي او د هغو نقلیه وسایطو د ساتنې په موخه چې بیت‌المال پورې اړه لري، جوړ شوی دی.
د دغه ورکشاپ د جوړولو کار ۸۰ سلنه پرمخ تللی او دا ورکشاپ د یاد وزارت له تخنیکي اړتیاوو سره سم په معیاري وسایلو او ماشین آلاتو سمبالېږي او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS