د عدلیې وزارت مسلکي معین د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه
د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۸مه نېټه د سهشنبې په ورځ هرات ولایت ته سفر وکړ.
د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د هرات ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ. همداراز پلاوي په دې سفر کې په هرات کې د فعالو خیریه بنسټونو او اتحادیو له مسؤولینو او د هېواد د لوېدیځ زون له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.
محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د هرات د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې اوس دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو ته هم اشاره وکړه.
همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د هرات د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او د عدلیې ریاست مسؤولینو هم د نیمګړتیاوو او ستونزو د لرې کولو ژمنه وکړه.
دغه پلاوي همدارنګه په جلا جلا ناستو کې په هرات ولایت کې د فعالو اتحادیو او خیریه بنسټونو له مسؤولینو او د هېواد د لوېدیځ زون له یو شمېر مدافع وکیلانو سره وکتل. د عدلیې وزارت مسلکي معین په دغو کتنو کې د دغو برخو د فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ، خلکو لپاره د اتحادیو پر اغېزمنو خدمتونو، اړمنو کسانو لپاره د خیریه بنسټونو د مرستو پر پیاوړتیا او د مرستو د وېش پر مهال د اړمنو کسانو د حیثیت په پام کې نیولو ټینګار وکړ.
همداراز نوموړي د هغوی ستونزې واورېدې او د موجودو ستونزو د هوارولو په برخه کې یې هغوی ته ډاډ ورکړ. یادو مسؤولینو هم په دغو ناستو کې ژمنه وکړه چې خلکو ته د خدمت او مرستې په لاره کې به هېڅ ډول هلې ځلې ونه سپموي.
