د عدلیې وزارت د یوه تش بست رقابتي ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Wed, Jul 15 2026 10:53 AM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د محرم‌الحرام د مياشتې په ۲۸مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ رياست د درېیمې رتبې د یوه تش بست رقابتي ازموینه د آزادې سیالۍ له لارې واخیسته.
په دې ازموینه کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې واخیستل شوه، د کارکوونکو چارو ریاست او د دغه وزارت د  نورو برخو مسؤولینو حضور درلود او د ازموینې له بهیر څخه یې څارنه وکړه.
د ازموینې په پیل کې د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو رئيس، مفتي رحمت الله حليم د یاد بست د اهميت، د ازموینې د ډول او د پوښتنو څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل او هم یې ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې له روڼتیا څخه ډاډ ورکړ.
په دې ازموینه کې د ګډون لپاره ۷۶ تنه په شرایطو برابر پېژندل شوي وو او له دې جملې څخه ۳۷ تنو په ازموینه کې ګډون وکړ او د یاد بست ترلاسه کولو لپاره یې په خپلو کې سیالي وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS