د عدلیې وزارت مسلکي معین د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه

barekzai_admin
Sat, Jul 11 2026 11:57 AM
.

 د عدلیې وزارت پلاوي د یاد وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ د ولایتونو د عدلیې ریاستونو څخه د نظارت په دوام، د محرم د میاشتې په ۲۳مه نېټه دپنجشنبې په ورځ نیمروز ولایت ته سفر وکړ.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د نیمروز د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل، چې مسؤولیت هغه ستر امانت دی چې باید اهل ته یې وسپارل شي.

نوموړي څرګنده کړه چې اوس‌ دا امانت موږ او تاسو ته سپارل شوی، زموږ تر ټولو مهم مسؤولیت هغو خلکو ته خدمت کول دي چې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره یې هر ډول قرباني ورکړې ده. نوموړي په کاري چارو کې اخلاص، صداقت او د مسؤولیت احساس کولو ته هم اشاره وکړه.

همداراز د عدلیې وزارت مسلکي معین د یادې کتنې پر مهال د نیمروز د عدلیې ریاست د مسؤولینو کاري ستونزې واورېدې او د ستونزو د هوارولو او د کاري نیمګړتیاوو د لرې کولو په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې کتنه کې د عدلیې ریاست رئیس او نورو مسؤولینو هم ډاډ ورکړ چې کاري ستونزې به حل او نیمګړتیاوې به هوارې کړي او خلکو ته د خدمت کولو په لاره کې به له‌پخوا څخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې ده د عدلیې وزارت پلاوی د دغه وزارت د مسلکي معین په مشرۍ د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS