د عدلیې وزارت مسلکي معین غزني ولایت ته سفر وکړ

barekzai_admin
Wed, Jul 01 2026 10:58 AM
.

 د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ یو پلاوي د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د نظارت بهیر پیل کړ او د محرم د میاشتې په ۱۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ غزني ولایت ته روان شو.

د عدلیې وزارت مسلکي معین او ورسره پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د غزني ولایت د عدلیې ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست د فعالیتونو او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي یې له نږدې بررسي کړ.

محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر د غزني د عدلیې ریاست له مسؤولینو او کارکوونکو سره په کتنه کې هغوی ته توصیه وکړه چې خپل کارونه په سمه توګه ترسره کړي، موجودې نیمګړتیاوې لرې کړي او په اخلاص او صداقت سره د خلکو خدمت وکړي.

دغه راز نوموړي د یاد ریاست د مسؤولینو او کارکوونکو کاري ستونزې واورېدې او د هغو پر حل یې ټینګار وکړ او لازمې لارښوونې یې وکړې.

ټاکل شوې ده یاد پلاوی د هېواد ټولو ولایتونو ته سفر وکړي او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو فعالیتونه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالي له نږدې بررسي کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS