په تېره یوه میاشت کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیت له امله تړل شوي دي
د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان کال د جوزا (غبرګولي) میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶۳ دفترونو څخه نظارت ترسره کړی چې په ترڅ کې یې ۱۹ دفترونه د غیر قانوني فعالیتونو او یو شمېر سرغړونو له امله تړل شوي دي.
د یاد ریاست نظارتي پلاوي د معاملاتو لارښوونې نورو متصدیانو ته توصیه کړې چې خپلې کاري نیمګړتیاوې اصلاح کړي او له هر ډول ناقانونه فعالیتونو څخه ډډه وکړي.
دغه راز، یاد ریاست د همدې مودې په اوږدو کې ۱۳۷ غوښتونکو ته د معاملاتو لارښوونې د فعالیت نوي جوازونه وېشلي او د فعالیت ۷۱ نور جوازونه یې هم تمدید کړي دي.
همدارنګه، د تېرې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۲۰۸ متصدیانو ته د معاملاتو د وساطت د اصولو او د معاملاتو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه زده کړه ییزې برنامې جوړې شوې او اړینې زده کړې ورکړل شوي دي.
