د عدلیې وزارت د دوو مرکزي ریاستونو د انتقال په اړه د یاد وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو ریاست او د کابل د امارت د قضایاوو ریاست ټولو مراجعینو ته خبر ورکول کېږي، چې د حقوقي مرستو ریاست د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت له مرکزي ساختمان څخه د فروشګاه په ساحه کې د عدلیې وزارت پخواني ساختمان ته لېږدول شوی دی.

همداراز د امارت د قضایاوو عمومي ریاست د کابل د امارت د قضایاوو ریاست چې مخکې یې د فروشګاه په ساحه کې د عدلیې وزارت پخواني ساختمان کې فعالیت درلود، د دارالامان په سیمه کې د عدلیې وزارت مرکزي ساختمان ته لېږدول شوی دی. د یادو ریاستونو محترم مراجعین دې خبر وي.

 

یادونه: د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق ریاست اړوند د رسمي سندونو د تصدیق آمریت، د فروشګاه په ساحه کې د عدلیې وزارت پخواني ساختمان کې فعالیت لري.