په لغمان ولایت کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, Apr 16 2026 10:48 AM
.

 د ننګرهار او لغمان ولایتونو د عدلیې، د امر بالمعروف، د استخباراتو ریاستونو او د زرګرانو د اتحادیو د مسؤولینو ګډ نظارتي پلاوي، د شوال د میاشتې په ۲۴مه نېټه د شنبې په ورځ، د لغمان ولایت په مرکز کې د سرو زرو له یو شمېر هټیو څخه نظارت ترسره کړ.

یاد نظارتي پلاوي د لغمان ولایت د سرو زرو هټیو د نظارت پر مهال د سرو زرو عیار، د وزن کولو وسایل، نرخونه او یو شمېر نور اړوند موضوعات بررسي کړل.

نظارتي پلاوي د سرو زرو د یادو هټيو په کاري چارو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د لرې کولو په موخه یې اړوندو مسؤولينو ته لازمې توصیې وړاندې کړې.

همدارنګه نظارتي پلاوي پر زرګرانو ټېنګار وکړ چې خپلې چارې د اصولو مطابق پر مخ یوسې، له صداقت څخه کار واخلي، له پیرودونکو سره ښه چلند وکړي او د سرو زرو په وزن کې بشپړه پاملرنه وکړي.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې رياستونه په ولایتو کې له اړوندو برخو څخه په دوامدره توګه نظارت ترسره کوي ترڅو د غيرقانوني فعاليتونو مخنيوی وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS