د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړېدل

barekzai_admin
Sun, Apr 05 2026 3:28 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات بررسي کړل.

په دې ناسته کې چې د شوال د میاشتې په ۱۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه د کرنې او اوبو لګولو وزیر محترم مولوي عطاءالله عمري، د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د چارو ادارې عمومي رئیس محترم مولوي نورالحق انور، د کرنې وزارت د اراضۍ رئيس محترم مولوي محمود مظلوم، د سترې محکمې استازي محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم مولوي احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په دې ناسته کې د کابل په شیرپور ساحه کې د ځمکو، د ده‌سبز ولسوالۍ د للمي ځمکو، د کاپیسا ولایت په دشت عاشقان کې د څه باندې ۷۴۰۰ جریبه ځمکې د موضوعاتو په هکله بحث وکړ او همداراز د شخصي تثبیت شویو ښارګوټو لپاره د ګمارل شوي پلاوي راپور یې واورېد.

کمېسیون د ده‌سبز ځمکو د تصفیې په منظور د کمېسیون د سکرتر، محترم مولوي احسان الله وثیق په مشرۍ یو پلاوی هم توظیف کړ. کمېسیون د کاپیسا ولایت د دشت عاشقان ځمکې په اړه هم پرېکړه وکړه چې په دې برخه کې له اړوندو ادارو څخه بشپړ معلومات وغوښتل شي او په هکله یې تصمیم ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS