په غزني ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Thu, Feb 12 2026 11:08 AM
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په دغه ولایت کې د شعبان د مياشتې په ۱۶مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، د غزني ښار په ځينو سيمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو او ۴ استوګنيزو بلاکونو څخه نظارت ترسره کړ.
د دغه نظارت پر مهال د یادو دفترونو د معاملاتو څرنګوالی، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي شول.
یادې کمېټې د دفترونو متصديانو او د بلاکونو استازو ته توصیه وکړه چې له هغو معاملاتو څخه چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او همداراز د هغو کورنو په کرایه ورکولو څخه چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه لس سلنه ډېره شوې وي ډډه وکړي.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS