د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د لغمان او ننګرهار ولايتونو له واليانو سره وليدل

barekzai_admin
Thu, Feb 12 2026 10:32 AM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس، محترم مفتي ضياء الحق ثاقب او ورسره مل پلاوي د هېواد مشرقي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د روانې اونۍ په ترڅ کې لغمان او ننګرهار ولایتونو  ته سفر وکړ او د دغو ولایتونو له واليانو او یو شمېر نورو سيمه‌ییزو مسؤولينو سره یې د همغږۍ ناستې ترسره کړې.
په دې ناستو کې د یادو ولایتونو د استيناف او نظامې محکمې رئيسانو، د زندانونو مسؤولينو او نورو چارواکو ګډون درلود او د حقوقي مرستو رئيس په‌‌کې د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې‌ویل چې دغه رياست په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو، شکمنو او په کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي.
همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د حقوقي مرستو رياست د وړیا ۱۸۸ شمېرې له لارې په ټول هېواد کې او ټولو هېوادوالو ته وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.
له‌بلې خوا په دغو ناستو کې د لغمان او ننګرهار واليانو وویل چې اسلامي امارت د ټولو ګډ کور دی او په کار ده چې ټولې امارتي ادارې له یوبل سره په کاري چارو کې همکاري او همغږي ولري ترڅو د ولس ستونزې ژر تر ژره حل شي. همدارانګه هغوی له عدلي او قضايي مراجعو څخه یې غوښتنې وکړې چې د عدلیې رياستونو د حقوقي مرستو آمريتونو سره د حقوقي مرستو وړاندې کولو او د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو په برخه کې همکارۍ وکړي.
دغه راز په یادو ناستو کې د استيناف او نظامي محکمو مسؤولينو ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياستونو د حقوقي مرستو آمريتونو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د هغوی د مؤکلينو د دوسیو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS