د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د رهبرۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Thu, Jan 29 2026 1:14 PM
.

 د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ د عدلیې وزیر او د کمېسیون رئیس محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ په یوې ناسته کې په بدخشان کې د عامه مرعی (څړځایونو) د میلیونو جریبو ځمکو او د هېواد په څو نورو ولایتونو کې د زرګونو جریبو ځمکو موضوعات تر بررسۍ لاندې ونیول.
په دې ناسته کې چې د شعبان المعظم د میاشتې په ۱۰مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوه د کور او ښار جوړلو وزیر محترم مولوي نجیب الله حقاني، د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت معین محترم مولوي عنایت الله شجاع، د سترې محکمې استازی محترم مولوي محمد حماد، د امارت د قضایاوو عمومي رئیس او د کمېسیون سکرتر محترم احسان الله وثیق او نورو مسؤولینو ګډون درلود.
په دې ناسته کې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون رهبرۍ په بدخشان ولایت کې د عامه مرعی (څړځایونو) د نږدې ۲۰ میلیونو جریبو ځمکو د سروې او همدارنګه په خوست، کندوز، پکتیا، بغلان، لوګر او غزني ولایتونو کې د زرګونو جریبو نورو ځمکو د دوسیو په هکله بحث او خبرې وکړې.
د عامه مرعی (څړځایونو) د ځمکو د سروې مؤظف پلاوي د راپور پر بنسټ د بدخشان په ۲۵ ولسوالیو کې له نږدې ۲۰ میلیونه جریبه سروې شویو ځمکو، څه‌باندې ۱۴ میلیونه جریبه یې د عامه څړځای په توګه پېژندل شوې دي. د کمېسیون رهبرۍ په دې اړه پرېکړه وکړه چې دا سروې دې د بدخشان په پاتو ولسوالیو کې هم ترسره شي.
همدارنګه په دې ناسته کې د ۶ نورو ولایتونو د ځمکو د غصب اړوند دوسیې هم بررسي شوې او په اړه یې لازم تصامیم ونیول شول.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS