د عدلیې وزیر خلکو ته په اخلاص سره پر کار او خدمت کولو ټینګار وکړ

barekzai_admin
Wed, Jan 21 2026 9:40 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د یاد وزارت د رهبرۍ شورا په غونډه کې ټینګار وکړ چې د دغه وزارت هر کارکوونکی او مسؤول دې په اخلاص سره خلکو ته د خدمت او د نظام د پیاوړتیا په نیت کار وکړي.

یاده غونډه د شعبان المعظم د میاشتې په لومړۍ نېټه د سه شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د اداري او مسلکي معینانو، مرکزي رئیسانو، آمرینو او د وزارت نورو کارکوونکو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د عدلیې وزیر وویل چې په نظام کې د مسؤولینو تر ټولو مهمه ځانګړتیا تقوا درلودل دي؛ ځکه متقي شخص قناعت کوي او د الله تعالی د رضا لپاره خدمت کوي، نه د مادياتو او مادي امتیازاتو په موخه. هغه څرګنده کړه چې اسلامي نظام باید د هر کارکوونکي او مسؤول لپاره د خدمت ذریعه وي او د یوې سوداګرۍ په څېر باید ونهګڼل شي.

همدارنګه محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي وویل چې د عدلیې وزارت ټول کارکوونکي دې په صداقت، دیانت او امانتدارۍ کار وکړي، د بیت‌المال ساتنه وکړي، د نظام د پیاوړتیا لپاره لازیاتې هڅې وکړي او د نظام د حیثیت ساتنه دې وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې په عدلیې وزارت او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي په کمېسیون کې یې د مسؤولیت پرمخ وړلو موخه، یوازې د نظام پیاوړتیا او د شریعت تطبیق دی چې د دې لپاره کلونه قربانۍ ورکړل شوې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS