د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس د سمنګان، جوزجان او سرپل ولايتونو له واليانو سره وليدل

barekzai_admin
Sun, Jan 11 2026 12:03 PM
.

 د عدلیې وزارت د حقوقي مرستو رئيس مولوي جان محمد «محمد طلحه» او ورسره مل پلاوي د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې تېره اوونۍ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو  ته سفر وکړ او له واليانو او یو شمېر نورو سيمه‌ییزو مسؤولينو سره یې د همغږۍ ناستې ترسره کړې.

په دې ناستو کې د یادو ولایتونو د استيناف او نظامې محکمې رئيسانو، د زندانونو مسؤولينو او نورو چارواکو ګډون درلود. د حقوقي مرستو رئيس په‌ یادو ناستو کې د یاد رياست د دندو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې‌ویل چې دغه رياست په جزایي قضيو کې بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو ته، په کورنيو قضيو کې ښځو او ماشومانو ته ته وړيا حقوقي مرستې او مشورې وړاندې کوي.

همدارنګه نوموړي زياته کړه چې د حقوقي مرستو رياست د وړیا ۱۸۸ شمېرې له لارې په ټول هېواد کې او ټولو ته وړيا حقوقي مشورې وړاندې کوي.

له‌بلې خوا په دې ناستو کې، واليانو او نورو سیمه‌ییزو مسؤولينو ټينګار وکړ چې ټولې امارتي ادارې باید له یوبل سره په کاري چارو کې همکاري او همغږي ولري ترڅو د ولس ستونزې ژر تر ژره حل شي، عدلي او قضايي مراجعو څخه یې غوښتنې وکړې چې د عدلیې رياستونو د حقوقي مرستو آمريتونو سره د حقوقي مرستو وړاندې کولو او د عامه حقوقي پوهاوي برنامو جوړولو په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

دغه راز په دغو ناستو کې د استيناف او نظامي محکمو مسؤولينو هم ډاد ورکړ چې د حقوقي مرستو د ترلاسه کولو په موخه د عدلیې رياستونو د حقوقي مرستو آمريتونو ته د بېوزلو زیانمنو، تورنو او شکمنو کسانو ورپېژندلو او حقوقي مساعدینو سره په قضايي ناستو کې د ګډون او د مؤکلينو د دوسیو په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS