په کنړ ولایت کې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول

barekzai_admin
Tue, Jan 06 2026 3:03 PM
.

 د کنړ ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب المرجب د مياشتې په ۱۰مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۱۳ موټر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ او د هغوی فعاليتونه یې بررسي کړل.
مؤظف نظارتي پلاوي د دغو موټرپلورنځیو د فعالیت جوازونه، د ثبت کتابونه، د پېر او پلور قانوني‌توب، رسمي سټې او یو شمېر نور اړين اسناد بررسي کړل چې په ترڅ کې یې ۲ موټر پلورنځي د غير قانوني فعالیت له امله وتړل شول.
نظارتي پلاوي د پاتې نورو موټر پلورنځيو په  کاري چارو کې یو شمېر نيمګړتياوې او ستونزې مشخصې کړې او د یادو ستونزو د لرې کولو او د کاري چارو ښه‌والي په موخه یې د هغو متصديانو ته لازمې توصیې وکړې.
دعدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS