د عدلیې وزیر د خصوصي روغتونونو د اتحادیې له غړو سره په کتنه کې خلکو ته پر صادقانه خدمت ټینګار وکړ

barekzai_admin
Thu, Dec 25 2025 9:19 AM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د رجب‌المرجب د میاشتې په دوهمه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، په خپل دفتر کې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې له مسئولینو سره ولیدل او خلکو ته په اخلاص سره د صادقانه خدماتو پر وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

په دې کتنه کې چې د عدلیې وزارت یو شمېر نور مسئولینو هم حضور درلود، د عدلیې وزیر وویل چې د خصوصي روغتونونو کار په یو وخت کې خدمت او عبادت ده. هغه زیاته کړه چې ډاکټران او د دې اتحادیې غړي باید خپلې دندې په اخلاص، امانت‌دارۍ او صداقت سره ترسره کړي او د خپل فکر او ذهن اصلاح ته پاملرنه وکړي.

همدارنګه محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي ټینګار وکړ چې د اتحادیې غړي خصوصي روغتونونه نه‌باید مادیاتو ته لومړیتوب ورکړي بلکې د آخرت په فکر کې وي او هڅه وکړي چې اړمنو او مستحقو ناروغانو ته روغتیايي خدمات په ارزانه توګه وړاندې کړي؛ ځکه په دې صورت کې له درملنې وروسته د ناروغانو د نېکو اعمالو اجر ډاکټرانو ته هم رسېږي.  

همداراز نوموړي زیاته کړه چې خصوصي روغتونونه باید له خیریه بنسټونو سره همغږي ولري او د دغو بنسټونو له همکارۍ څخه اړمنو او بېوزلو ته د روغتیايي خدمتونه د وړاندې کولو په برخه کې ګټه پورته کړي. هغه څرګنده کړه چې د عدلیې وزارت به له دې اتحادیې سره لازمه همکاري وکړي اود یاد وزارت یوازینۍ غوښتنه، خلکو ته د روغتونونو صادقانه خدمت دی.

ورپسې، د خصوصي روغتونونو د اتحادیې یو شمېر غړو هم په دې غونډه کې خبرې وکړې او د اتحادیې د جوړېدو د څرنګوالي، راتلونکو پروګرامونو او د روغتیا په برخه کې د موجودو ستونزو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغوی ژمنه وکړه چې د دې اتحادیې د فعالیت په پیل سره به، خپل روغتیايي خدمتونه پراخ کړي.

د یادونې وړ ده چې د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د جوړېدو بهیر دمګړۍ د نهايي کېدو په حال کې دی او ټاکل شوې چې ډېر ژر به خپل فعالیت پیل کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS