د یوې میاشتې په اوږدو کې د عدلیې وزارت لخوا د ۹۳۸۳ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق
د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د ۹۳۸۳ رسمي سندونو ژباړې یې تصدیق کړي دي.
له دغو تصدیق شويو سندونو څخه ۷۸۲۰ سندونه په کابل کې، ۴۰۸ سندونه په بلخ، ۲۶۷ سندونه په هرات، ۲۳۱ سندونه په خوست او ۶۵۷ نور سندونه په نیمروز، بدخشان، کندهار، ننګرهار او پکتيا ولایتونو کې تصدیق شوي دي.
په تصدیق شويو سندونو کې تذکرې، نکاح خط، زېږون کارت، تحصیلي سندونه، د ناروغۍ تصديق، د محکمو وروستۍ پرېکړې او نور سندونه شامل دي.
