په تېره یوه مياشت کې ۱۱ دارالوکالې د غير قانوني فعاليت له امله تړل شوي دي
د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست نظارتي پلاوي د روان کال د لړم (عقرب) د مياشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې له ۵۷ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړی دی.
د دغه نظارت په ترڅ کې، د یادو دارالوکالو د وکيلانو د فعالیت جوازونه، مهرونه، لوحې، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور موضوعات تر بررسۍ نيول شوي چې په ترڅ کې یې ۱۱ دارالوکالې د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل شوې.
همدارنګه د یاد نظارت په ترڅ کې ۵۵ تنو مدافع وکيلانو ته توصيه شوې چې د مدافع وکيلانو د انسجام د کړنلارې مطابق خپل فعالیتونه ترسره کړي.
د عدلیې وزارت د مدافع وکيلانو رياست په مرکز او ولایتي آمریتونه یې په ولایتونو کې په منظم ډول اړوندې برخې نظارت او بررسي کوي تر څو له غیر قانوني فعاليتونو څخه مخنیوی وشي.
