په غزني ولایت کې د سرو زرو ۷ پلورنځي د غیر قانوني فعاليت له امله وتړل

barekzai_admin
Mon, Nov 24 2025 2:12 PM
.

 د غزني ولایت د عدلیې رياست تر مشرۍ لاندې د دغه ولایت د مقام له لورې توظیف شوي نظارتي پلاوي د جمادی‌الأولی د میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د غزني د مرکز په کلاه سبز ساحه کې د زرګرۍ له یو شمېر پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ.

پلاوي د یاد نظارت پر مهال د طلا د عيار او د نقرې نرخونه او ځینې نور اړين موارد بررسي کړل چې په ترڅ کې ۷ پلورنځي د یو شمېر غير قانوني فعاليت له امله وتړل شول.

همدارنګه مؤظف پلاوي د پاتې نورو پلورنځيو په چارو او فعاليتونو کې یو شمېر ستونزې او نيمګړتياوې مشخصې کړې او د متصديانو ته یې د یادو ستونزو د لرې کولو په موخه لازمې توصیې وشوې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غیر قانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS