په پروان ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
Wed, Oct 15 2025 1:52 PM
.

 د پروان ولایت عدلیې رياست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۸مه نېټه د ‌شنبې په ورځ، په یاد ولایت کې د عریضه لیکنې د فعالیت د جواز له ۱۶ تنو غوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموینې اخیستلو برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې د عدليې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې پروسې د شفاف والي ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عریضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه لیکونکو ته ورکړل شي.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه لیکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډ‌ول جواز وویشل شي او هم د خلکو په کارونو کې آسانتياوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS