د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د بغلان ولایت د عدلیې ریاست او مستوفیت ترمنځ د همغږۍ ناسته د محرمالحرام د میاشتې په ۱۲مه نېټه، د سهشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د عدلیې رئيس مولوي امرالله مصلح د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ د پیاوړتیا پر اړتيا ټنګار وکړ.
همدارنګه، په یاده ناسته کې د دواړو ادارو مسؤولینو ژمنه وکړه چې د اړوند چارو د ښه تنظيم په موخه دا ډول ناستې په دوامدره ډول جوړې شي او همکارۍ هم زیاتې شي.