د عدليې وزير د ناروې د سفارت له شارژدافیر سره وکتل او خبرې وکړې

barekzai_admin
Tue, Jun 17 2025 3:09 PM
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزير، محترم شيخ الحديث مولوي عبدالحکيم شرعي افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر، ښاغلي في البرت ایلساس او له مل پلاوي سره وکتل او د کورنيو قوانينو، نړيوالو حقوقو او نورو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې.

دا کتنه نن سه‌شنبې، د ذی‌الحجې په ۲۰مه نېټه د عدليې وزارت په مقر کې ترسره شوه او د عدليې وزارت او د ناروې سفارت يو شمېر نورو مسؤولينو هم په‌کې ګډون درلود.

په دې کتنه کې د عدليې وزير وویل چې د اسلامي امارت په واکمنۍ او د امريکايي اشغال له پای‌ته رسېدو سره، الحمدلله په افغانستان کې د امن فضا رامنځته شوې او په هېواد کې هېڅ امنيتي ستونزه وجود نه‌لري. هغه زیاته کړه چې په تېرو نږدې څلورو کلونو کې په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د قوانينو په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت د عدليې وزارت فرعي قوانين له قرآن کريم، نبوي سنتو او د حنفي فقهې له معتبرو سرچينو څخه تخریج کوي او پر دغو قوانينو ۹۵ سلنه کار په عدلیې وزارت کې بشپړ شوی دی. نوموړي وویل چې علماء کرام او حقوق پوهان پر قوانينو کار کوي او دا قوانین د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی تر دقيقې کتنې وروسته د هغه لخوا توشيح او نافذ کېږي.

افغانستان لپاره د ناروې د سفارت شارژدافیر، ښاغلي في البرت ایلساس  په دې کتنه کې پر قوانینو د عدليې وزارت د کار له چټکتيا او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ ستاينه وکړه. هغه وويل، له افغانستان سره اړيکې د ناروې د لومړيتوبونو له جملې څخه دي او د هغه د هېواد د دولت هڅه دا ده چې خپلې اړيکې له اسلامي امارت سره وساتي او پياوړې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS