لاندې تقنیني سندونه د رسمي جرېدې په ۱۴۳۴ پر له پسې ګڼه کې چاپ شوي:

hakeem_admin
.
  • د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست د دندو او واکونو قانون
  • د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله فرمانونه

دغه جریده د ونډې په پام کې نیولو سره ټولو ادارو ته ویشل کيږي او په هغه صورت کې چې افراد او اشخاص هغو ته اړتیا ولري، کولی شي د عدلیې وزارت د خپرونو او عامه اړیکو له ریاست څخه یې د ۵۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي.

په همدې توګه یاد شوي تقنیني سندونه د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت وېب پاڼې، د احکامو او قوانینو په ډېټابېس کې د پي ډي اف په بڼه، د لاسرسۍ وړ دي. هېوادوال کولای شي د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت وېب پاڼې کې  افغانستان د قوانینو مجموعه - د افغانستان د احکامو او قوانینو ډېټابېس ته مراجعه وکړي او د خپل د پام وړ قوانین ترلاسه کړي.

د عدلیې وزارت ویب پاڼه: www.moj.gov.af

د ۱۴۳۴ رسمي جرېدې دانلود لپاره مستقیم لینک: http://old.moj.gov.af/Content/files/OfficialGazette/01401/OG_01434.pdf