کابینې د طبابت د اخلاقو مقررې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه

waheed
Mon, Jun 08 2020 9:23 PM
.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه دوشنبه ۱۹/۳/۱۳۹۹ د ویدیو کنفرانس له لارې د کابینې د ټولو غړو او دهېواد د والیانو په ګډون په ارګ کې جوړه شوه.

د عدليې وزیر په دې غونډه کې د طبابت د اخلاقو د مقررې طرحه غونډې ته وړاندې کړه او ويې ویل چې دغه طرحه د ناروغانو د حقوقو او خوندیتوب د تامینولو، د روغتیايې پرسونل له مسلکي حقوقو او خوندیتوب څخه ملاتړ، د روغتیايې خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او ډاکترانو د روزنیزو او مسلکي پروګرامونو پراختیا او لوړوالو په موخه ترتیب او پړاوونه تیر شوي دي.

.

کابینې له هراړخیزو خبرو وروسته، د طبابت د اخلاقو د مقررې طرحه په پرنسیب کې تصویب کړه اوعدليې وزارت يې مؤظف کړ چې ترڅو دغه طرحه دې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریو په پام کې نیولو سره د اړوندو بسټونو په ګډون په کمېټه کې تصحیح او نهايې کړي.

.

په همدې ترتیب، د عدليې وزیر د نرسانو او قابلو د شورا مقررې طرحه غونډې ته وړاندې چې کابینې هغه په پرنسیب کې تصویب کړه او د عدليې وزارت يې مؤظف کړ چې دغه طرحه دې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهايې کړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS