د افغانستان اسلامي جمهوریت د عدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د عدليې د وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ جوړه شوه.

د ۱۳۹۸کال د لېندۍ ۷
دغه غونډه د عدليې وزارت د معینانو او د مرکزي ریاستونو رئیسانو په ګډون د دغه وزارت په مقر کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې، د هغو کارکوونکو د ستونزو چې بستونه يې د قانون د واکمنۍ او د اداري فساد پر خلاف د مبارزې د عالي شورا او د عدلي او قضايې کميټې د تصمیمونو او پریکړو پر بنسټ اعلان ته وړاندې شوي دي، د دولتي ادارو ترمنځ د مسلکي غړو د شخړې د حل د قرارونو د تائید د موضوع په هکله د دولت د قضایاوو د لوی ریاست د وړاندیز او د دولت د قضایاوو د ادارې د مسلکي غړو د هویت د تثبیت په هکله د خبرو، د عدليې ریاستونو په تشکیل کې د قطعي حکمونو د تنفیذ د خاصې څانګې د رامنځته کولو په هکله د قضائیې قوې د ادارې د آمریت د وړاندیز او د عدليې ریاستونو په چوکاټ کې د خاصې امنیتي قطعې د تشکیل، عدليې ریاستونو ته د جوازونو د تمدید د واک د ورکولو په هکله د یو شمېر ټولنیزو بنسټونو د غوښتنې او د دغو چارو په ترلاسه کولو کې د ښه سمون او د همغږۍ د رامنځته کولو په منظور د عدليې وزارت په کاري چارو پورې د ځینو اړوندو موضوګانو په باره کې، خبرې وشوې.
د یادونې ور ده چې د هغو موضوګانو په باره کې چې ډله ییزو خبرو ته اړتیا لري دعدليې وزارت د رهبرۍ شورا غونډه، په نوبتي او پرلاپسې ډول جوړېږي.