د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې عالي کمېسیون غونډه جوړه شوه

waheed
Sun, Sep 01 2019 2:40 PM
.

د ۱۳۹۷ کال د وږي ۹

دغه غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عدليې د وزیر جلالتمآب ډاکتر عبدالبصیر انور په مشرۍ، دانسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د ۱۳۹۷ کال د رپوټ د بشپړولو، په افغانستان کې د انسان د قاچاقو د وضعیت په اړوند د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني رپوټ په باره کې د خبرو، د دې کمېسیون په واسطه د ترسره شویو فعالیتونو او د انسان د قاچاقو د قربانیانو د میکانیزم د تا‌ئید په هکله، جوړه شوه.

.

د عدليې وزیر د انسان له قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې د لاسته راوړنو په باره کې خبرې وکړې او ويې ویل: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني رپوټ په باره کې زیاتو خبرو ته اړتیا احساسېږي. د افغانستان دولت د انسان د قاچاقو له پدیدې سره د مبارزې په برخه کې زیاتې هځې کړې دي چې له نیکه مرغه د دغو هڅو پایله مثبته ده. دغه راز په نظامي قطعاتو کې د اطفالو له استخدام څخه د مخنیوي په لاره کې خاصه پاملرنه شوې ده. هغه دغه راز زیاته کړه چې باید ډیر ژر د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون رپوټونو وروستي کړو او په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې یې خپاره کړو ترڅو د ناوړو تبلیغاتو مخه ونیول شي. د عدليې وزیر وویل: په هڅه کې دی چې د انسان له قاچاقو سره د مبارزې ولایتي کمېسیونونه زیات فعال شي.

.

د عدليې وزیر د جزا کود ته په اشارې سره وویل چې په دې قانون کې یې زیاتې هڅې شوې دي چې د بین المللي کنوانسیونونه او د هغو په وړاندې زمونږ هېواد ژمنې په پام کې ونیول شي، د یو هرارخیز او بشپړ قانون رامنځته شي په دې قانون کې د انسان د قاچاقو او د مهاجرانو د قاچاقو د جرم لپاره درانده مجازات په پام کې نیول شوي دي او د افغانستان دولت د انسان له قاچاقو سره د مبارزې اوپه لاره کې د قوانینو د تدویت لپاره مهم ګامونه اخیستې دي.

د دې کمېسیون د یوه غړې د څرګندونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت امنیتي ځواکونه ټول بایومتریک شوي دي چې په دې اساس اطفال د هغو ترمنځ شتون نه لري.

.

د غونډې د کار په دوام د عدليې وزارت د بشر د حقوقو ر‌ئیس او د انسان له قاچاقو او د مهاجرانو له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د سکرتریت مسؤل نایف ریاضت د دې کمېسیون د کړنو په هکله معلومات ورکړل، د انسان د قاچاقو د قربانیانو د رجعت ورکولو د میکانیزم برابرول، د سیمه ییزو همکاریو د دوو غونډو جوړول او د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د نړیوالې ورځې جوړول يې ددې کمېسیون له لاسته راوړنو څخه وبلل.

د هغه د څرګندونې له مخې له ګاوندیو هېوادونو سره د همغږۍ د غونډو جوړول، د ولایتي کمېسیونونو ارزونه او پیاوړتیا، د غړو ترمنځ د وړیا تیلفوني کړخو رامنځ ته کول، د انسان له قاچاقو سره په مبارزه کې د عالمانو د رول جوتول او له ګاوندیو هېوادونو سره د هوکړه لیک د مسودې په هکله کار د هغو فعالیتونو له جملې څخه دي چې په راتلونکې کې به د هغو په باب کار وشي.

په دې غونډه کې د انسان له قاچاقو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د غړو ادارو استازو په یادو شوو موضوعګانو خبرې وکړې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ په باره کې يې غور وکړ. هغوې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د رپوټ پرخلاف، د انسان له قاچاقو سره د مبارزې په لاره کې د خپلو ادارو لاسته راوړنې جوتې بولي.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS