په تېرو درېیو میاشتو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلول شوي دي

barekzai_admin
Sat, Nov 28 2026 2:39 PM
.

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورونکو په فعالیتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د هغوی د چارو د ښه تنظیم په موخه په کابل کې د معاملاتو لارښوونې شاوخوا ۱۹۰۰ دفترونه د معاملاتو لارښوونې له انلاین سیستم سره نښلولي دي.

د تېر هجري شمسي کال په وروستیو کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست له لوري د معاملاتو لارښوونې انلاین سیستم فعال او پرانیستل شو، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یاد ریاست د کابل په ښار او ولسوالیو کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو ته د کاروونکو حسابونو (یوزرونو) د وېش سربېره، د زرو دفترونو متصدیانو ته د دغه سیستم زده‌کړه ییزې برنامې هم جوړې کړې دي.

همداراز، یاد ریاست د دغه سیستم د اغېزمنې استفادې په موخه د برېښنا شرکت، د کابل ښاروالۍ، د افغانستان بانک، د کابل ولایت د مرافعه محکمې او د کور او ښار جوړونې وزارت له استازو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړې دي.

د معاملاتو لارښوونې انلاین سیستم د معاملاتو لارښوونکو ته په انلاین توګه د جوازونو د صادرولو او تمدیدولو، د هغوی د معاملاتو انلاین ثبت، د یادو دفترونو له کاري چارو څخه د نظارت او نورو اسانتیاوو زمینه برابروي او هم د سرغړونو او جعل‌کارۍ د مخنیوی لامل کېږي.

ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به خیریه بنسټونو او اتحادیو ته هم ورته سیستم جوړ شي، تر څو د دغو ټولنو رسمي چارې په انلاین توګه ترسره شي او د وخت، سرچینو او لګښتونو له ضایع کېدو څخه مخنیوی وشي او هم په ښه توګه روڼتیا تأمین شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS