د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې څه باندې ۳۰۵ جریب ځمکه د اختصاصي محکمې د شرعي پرېکړې په اساس امارتي ثابته شوه

barekzai_admin
Sat, Nov 28 2026 11:45 AM
.

 د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۳۰۵ جریب، ۱۲ بسوې او ۷ بسواسې ځمکې د اسنادو او مدارکو په بررسۍ سره، پرېکړه وکړه چې دغه ټوله ځمکه امارتي ده.

په دې ځمکه کې دوه قطعې شاملې دي او د قندوز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ په وزیرخان سیمه کې موقعیت لري چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع بررسي کړې وه او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷مې مادې له مخې یې د یادې شوې ځمکې دوسیه په رسمي توګه د شمال زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د متصرفینو او کمېسیون د اسنادو او مدارکو، املاکي دفاترو له دقیقې بررسۍ او اړوندو ادارو څخه د معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته پرېکړه وکړه  چې دغه ټوله ځمکه امارتي ده او متصرفین مکلف دي چې یاده شوې ځمکه د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د هېواد په کچه د امارتي غصب شویو ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه جریان لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، د هغه ولایتي تخنیکي هیئتونه او اړوندې اختصاصي محکمې د اسنادو، مدارکو او د اړوندو امارتي ادارو معلوماتو له دقیقې بررسۍ څخه وروسته، د امارتي  غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.