د افغانستان د تجدید وړ (نوي کېدونکې) انرژۍ د شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د هېواد په کچه د تجدید وړ (نوي کېدونکې) انرژۍ د ټولو شرکتونو (د لمریزې، آبي او بادي انرژۍ شرکتونو) مسئولینو ته خبر ورکوي، چې د تجدید وړ (نوي کېدونکې) انرژۍ د شرکتونو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره نوملیکنه پیل شوې ده.
په همدې اساس، د هغو شرکتونو مسئولین چې غواړي د یادې اتحادیې د ریاست پُست ته نوماند شي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د تذکرې له کاپي او د شرکت له معتبر جواز سره یوځای د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د لړم (عقرب) میاشتې له ۲۷مې نېټې څخه د لیندۍ (قوس) میاشتې تر ۷مې نېټې پورې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست ته وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده چې له ټاکل شوې نېټې وروسته هېڅ ډول غوښتنلیک د منلو وړ نه دی.