د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع الآخر د میاشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین او سرپرست، محترم شیخالحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د دغه وزارت د مرکزي رئیسانو او نورو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د وزارت د فعالیتونو، اړوندو کاري چارو ته د مسئولینو د جدي پاملرنې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د بشپړ تطبیق، د وزارت او د ولایتونو د عدلیې ریاستونو د باطله پاڼو د برخلیک او ځینو نورو موضوعاتو په هکله بحث وشو.
په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمانونه دې د وزارت په کچه په جدي توګه تطبیق شي او اړوندې برخې دې د هغو له تطبیق څخه څارنه وکړي.
دغه راز د باطله پاڼو په اړه پرېکړه وشوه چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان سره سم اجراآت وشي او هغه پاڼې چې سپېڅلي کلمات لري، باید جلا او د ساتنې په موخه اړوندو ادارو ته واستول شي.
په دې ناسته کې د نورو اداري موضوعاتو په اړه هم لازمې پرېکړې وشوې.
